روستي خبرونهنړۍ

په عراق کې د موصل ښار د آزادۍ جشن

د عراق لومړی وزیر حیدر العبادي  موصل ښار ته ددغه ښکار د ازادئ د لمانځلو په پار تللی دی.

حیدر العبادي د داعش څخه د موصل د ښار د ازادئ په پار د دغه ښکار امنیتي ځواکونو او ولس ته مبارکي ورکړه.

د موصل ښار له تېرو څو کلو راهیسې د داعش وسله والې ډلې په ولکه کې وو چې له تېرو نهو میاشتو راهیسې عراقې ځواکونو ددغه ښار د بیرته نیولو په پار عملیات پیل کړل چې تر نن ورځې دوام لري.

د موصل ښار د ازادئ خبر څو څو وار عراقي ځوکونو په رسنیو کې خپور کړ خو ګواکي هغو ټول خبرونه رښتیا نه ول خو دا ځل عراقي لومړي وزیر حیدر العبادي دغه ښار ته د ازادئ د لمانځلو په پار تللی.

ویل کېږي چې د ښار په واټونو کې اوس هم د ډزو اوازونه دي او په لارو کوڅو کې د داعش وسله والې ډلې مړي پراته دي.

د ځايي رسنیو په وینا په ښار کې ځایي خلک نه په سترګو کېږي یواځې عراقي پوځیان دي چې خپله بریا وروسته له نهه میاشتو په ډزو او نڅاګانو لمانځي.

د موصل یوې وړوکې سیمه کې چې دجل سیند سره نښتې اوس هم نښته روانه ده او د داعش ځواکونه پر شاکیدو دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا