په عراق کې د داعش یو بل بشري جنایت
په عراق کې د بې ځایه شوو کډوالو په کمپ ځانمرګی برید وشو.
د عراق د الانبار ولایت د رامادي په ښار کې د بې ځایه شوو عراقیانو لپاره په جوړ شوي کمپ کې ځانمرګی برید وشو چې له امله يي ۱۴ تنه مړه او تر شلو ډیر نور ټپیان شوي دي. د وژل شوو کسانو په منځ کې ۴ تنه ماشومان دي.
ځانمرګي برید کوونکي چې ځان کمپ ته د نوو کډوالو په منځ کې پټ کړی وو د کمپ په دخولي دروازه کې د ګڼې ګوڼې په منځ کې ځان ولوزو. په پیښه کې عراق ځینو پولیسو هم ژوند د لاسه ورکړی دی .
د رامادي د ښار ښاروال ابراهیم العوسج خبري رسنیو ته ویلي دي چې ځانمرګي برید کوونکي د نوو راغلو کډوالو په منځ کې ځان پټ کړی وو. هغه ویلي دي چې ځانمرګي هله ځان والوزو چې عراقي پولیس کمپ ته د نوو کډوالو د ننوتو کنټرول او پلټنې ترسره کولې.
د برید مسئولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی دی. داعش ترهګرې ډلې ویلي دي چې د برید موخه عراقي امنیتي ځواکونه ول.