اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

په شمالي اروپا کې د ناټو ستر تمرینات د لسو ورځو لپاره دوام لري

دید خبری آژانس د خبر له مخې: د شمالی اتلانتیک د تړون سازمان (ناټو) په شمالی اروپا کښې د سترو پوځی تمرینونو د پیل خبر ورکړی او ویلی یې دی چې دغه تمرینات به لس ورځې دوام وکړی.

د شمالي اتلانتیک د تړون سازمان (ناټو) پرون (دوشنبه، د کب ۱۴ نېټه) په شمالي اروپا کې د «نورډیک ۲۴» په نوم خپل ستر پوځي تمرینات پیل کړل.

دا تمرینات پرون پیل شول او تر راتلونکو لسو ورځو به دوام وکړي.

د راپورونو له مخې په دې تمرین کې د ناټو د ۱۴ غړو هېوادونو ۲۰ زره سرتېري ګډون کوي.

ویل کېږي چې دغه تمرین د ناروې په مشرۍ او د دغه هېواد په شمالي سیمو، فنلنډ او سویډن کې پیل شوی دی.

د ګارډین د راپور له مخې تر څلورو زرو زیاتو فنلنډي پوځیانو د لومړي ځل لپاره د ناټو په پوځي تمریناتو کې ګډون وکړ.

ګارډین زیاته کړې، چې د دې تمرین موخه د ناټو د دفاعي ځواک ښودل دي، چې د فنلنډ له الحاق سره اوس پراخ شوی او ټاکل شوې ده چې د سویډن له نږدې الحاق سره نوره هم پراخه شي.

په دې تمرین کې پر فنلنډ، ناروې او سویډن سربېره، بلجیم، بریتانیا، کاناډا، ډنمارک، فرانسه، جرمني، ایټالیا، هالنډ او هسپانیه هم ګډون لري.

دا تمرینونه په داسې حال کې پیل شوي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې له پیلېدو وروسته له روسیې سره پر پوله د اروپايي هېوادونو امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي.

له دغو اندېښنو وروسته فنلنډ او سویډن د خپل امنیت د ټینګښت لپاره د ناټو د غړیتوب غوښتنه وکړه. په دې سازمان کې د فنلنډ غړیتوب منل شوی، خو د سویډن د غړیتوب طرزالعمل لا نهايي شوی نه دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا