افغانستانروستي خبرونهټولنه

په سویلي سیمو کې لسګونه ماشومان په کولرا اخته شوي دي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د زابل ولایت روغتیايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د کولرا په څېر ۵۰ ماشومان روغتون ته لېږدول شوي دي.

په سویلي سیمو کې لسګونه ماشومان په کولرا اخته شوي دي

د زابل ولایت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې په سیوري ولسوالۍ کې تر ۵۰ زیات ماشومان په کولرا اخته شوي دي.
د زابل ولايت د عامي روغتيا رئيس عبدالحکيم حکيمي وويل: په دغه ولايت کي تر پنځوسو زيات ماشومان د کولرا په نښو اخته سوي او درملنه يې سوي.
ده زياته کړه: د دغې ناروغۍ د خپريدو د درملنې او مخنيوي په خاطر يو ګرځنده ټيم سيوري ولسوالۍ ته استول شوى دى.
زابل د افغانستان په سوېل کې له پکتیکا سره پروت هغه ولایت دی چې په دې وروستیو کې د یوې خونړۍ زلزلې شاهد و او د هېواد د عامې روغتیا چارواکو اعلان وکړ چې د سرپناه د نشتوالي له امله خلک په ساري ناروغیو اخته شوي دي.
په دې اړه د عامې روغتیا وزارت ویاند شرف زمان وايي، په زلزله ځپلو سیمو کې خلک په عاجله توګه درملو او پاکو اوبو ته اړتیا لري.
ده زياته کړه: اوس درمل شته خو د ژوندي پاتې شويو کسانو لپاره د سرپناه له برابرولو پرته په زلزله ځپلو سيمو کې د ناروغيو د خپريدو امکان شته.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا