اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په سمنګان کې ترافیکي پیښه/ څلور تنه ووژل شو

دید خبرې آژانس: په سمنګان ولایت کې سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د سمنګان ولایت د ترافیکو ریاست مسؤلین وایی چې دغه ناڅرګنده پېښه تېره ورځ د ایبک – مزار شریف پر لویه لار د خلم ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو کرولا موټر له سړکه واوښت او چپه شو.

د موټر چلوونکو ګړندی تګ او د موټر چلوونکو بې احتیاطي د دغې خونړۍ پېښې اصلي لامل بلل کېږي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ترافيکي پېښو کچه لوړه شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا