اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادث

په سرپل کې د طا-لبانو والي: مجرمینو ته سزا ورکول منع دي

دید خبرې آژانس: په سرپل ولایت کې د طا-لبانو والي ددغه ولایت بلخاب ولسوالۍ کې د یوې امنیتي ناستې پر مهال ویلي هېڅوک حق نلري چې د محکمې له پرېکړې پرته مجرمینو ته سزا ورکړي.

د هغه په خبره په اوسني نظام کې هر ډول فساد منعه دی او له مجرمینو سره به د اسلامي شریعت په چوکاټ کې چلند کېږي.

د سرپل له امنیتي ځواکونو غواړي چې د امنیت ټینګښت برخه کې لازیاتې هڅې وکړي او ددې ولسوالۍ له اوسېدونکو یې امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ غوښتنه هم کړې.

د سرپل والي، محمد یعقوب عبدالرحمان اکه و ویل: «د خلکو سترګې دې د تېر په څېر و نه تړل شي، بې ګناه دې نه راوړل کیږي او وهل ټکول کیږي دې نه، څو چې محکمې پرېکړه نه وي کړي، محکمې چې پرېکړه وکړي هغوی به خپله سزا تېروي.»

د بلخاب امنیتي مسوولین په دغه ولسوالۍ کې د امنیت ټینګښت ترڅنګ وايي د نه ستړي کېدو هڅو پایله کې یې د دولت او ملت ترمنځ واټن کم کړی دی.

د دویم کنډک رییس ارکان، عزیزالله و ویل: «د ورځې او شپې زموږ ګزمې او چېک پواینټونه له امنیتي ادارو سره په همغږۍ دي. موږ د خلکو په خدمت کې یو ان شاالله.»

د اووم کنډک سرپرست، خان نظر وايي: «موږ تاسې ته ډاډ درکوو چې موږ هر وخت چمتو یو او چمتو شوي یو چې هر کار وي په اتفاق او یووالي سره یې ترسره کړو.»

دا پداسې حال کې ده چې له دې وړاندې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو له خلکو سره د ښه چلن ترڅنګ د سرپرست حکومت او هېوادوالو ترمنځ د واټن کمېدو غوښتنه کړې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا