اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

په سرپل کې درې تنه ماشومان وژل شوي دي

دید خبرې آژانس: په سرپل کې د طا-لبانو د والي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت د صیاد په ولسوالۍ کې د توغندي د یوې سرګلولې د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه تنه نور یې ژوبلېدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه د جمعې په ورځ د (تلې په ۱۳مه) د صیاد ولسوالۍ په قفلان کلي کې رامنځته شوې او لیکلي یې دي، چې د توغندي دغه سرګلوله له تېرو جګړو پاتې شوې وه.

داسې ویل کېږي، چې د ژوبل شویو ماشومانو له ډلې د یو تن روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

په افغانستان کې د شاوخوا څلور لسیزو جګړو له امله دغلته بې شمېره ماینونه او چاودېدونکي توکي پاتې دي، چې هره ورځ د دغه هېواد د اوسېدونکو په تېره بیا د ماشومانو ژوند ګواښي.

که څه هم چې د ملکرو ملتونو بېلابېلې ادارې نن سبا په افغانستان کې د ماین پاکۍ په چارو بوختې دي؛ خو د ماینونو او چاودېدونکو توکو په اړه د پوهاوي پروګرامونه هغه شان بریالي پر مخ نه دي تللي، لکه څنګه یې چې تمه کېده.

ملګرو ملتونو هم اندېښنه ښودلې، چې لا هم ماینونه او چاودېدونکي توکي په افغانستان کې د خلکو ژوند ګواښي چې ډېر یې ماشومان دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا