په زرونو افغان مهاجرین له پاکستانه د پولو پر لور روان دي
دید خبری آژانس د خبر له مخې: په داسې حال کې چې له پاکستانه د غیر قانونی افغان مهاجرینو د په خپله خوښه د وتلو نیټه پای ته ورسیده په زرګونو کسان د پاکستان سرحدونو ته راوتلی دی.
د پاکستان د څارونکو په وینا، پرون له پاکستانه د وتلو د مهالوېش وروستۍ ورځ وه، له لسو زرو ډېر افغان کډوال له پاکستانه د وتلو لپاره پولو ته ورغلي دي.
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د ناقانونه افغانانو د نیولو او توقیف ځایونو ته د سپارلو لړۍ به پیل کړي، څو بېرته افغانستان ته ستانه شي.
د تورخم پر پوله یوه جګپوړي دولتي چارواکي ارشاد مهمند خبریالانو ته وویل چې په زرونو افغان کډوال په موټرو او لاریو کې د خپل بار په انتظار ناست دي او د دوی شمېر لا هم مخ په زیاتېدو دی.
هغه زیاته کړه چې له سهار راهیسې تر لسو زرو زیات کډوال راټول شوي دي.
له ۸۰ سلنې څخه زیات د خیبر پښتونخوا ایالت د تورخم د شمالي پولې له لارې چې اکثره افغان کډوال ژوند کوي، له هېواده وتلي دي.
د دغه ایالت پولیس وايي، تر اوسه یې د نیولو بهیر نه دی پیل کړی، ځکه کورنۍ یې په خپله خوښه له هېواده وتلي، خو په کراچۍ او اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او وهلو ټکولو راپورونه ورکړل شوي دي.
د یادولو وړ ده چې ۱.۷ میلیونه افغانان باید له پاکستانه ووځي.