په دوو ورځو کې به پاکستانيان انتخابات ته ولاړ شي
ډید خبري اژانس: په پاکستان کې ۱۲۸ میلیونه راجستر شوي رای ورکونکی به رای اچونې ته ولاړ شي او په ۴۸ ساعتونو کې به خپل حکومت وټاکي.
د فبرورۍ په اتمه، د پاکستان ۱۲۸ ملیون راجستر شوي رای ورکوونکي به د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر ضد د کړکیچ په ترڅ کې د هیواد راتلونکی حکومت غوره کولو لپاره ټولټاکنو ته لاړ شي.
د پاکستان د ملي اسمبلۍ د ۲۶۶ څوکیو لپاره تر ۵۰۰۰ زیات کاندیدان سیالي کوي.
په دې سیالیو کې ۴۸۰۶ نارینه، ۳۱۲ ښځې او دوه جنسونه شامل دي.
د پاکستان د ۲۰۲۴ کال ټاکنې به په داسې وخت کې تر سره شي چې د عمران خان په مشرۍ پي ټي ايي له خپل ټاکنیز نښان، د کرېکټ بیټ څخه بې برخې شو او نوماندان یې مجبور شول چې په خپلواکه توګه ودرېږي.
د پاکستان د انتخاباتو یوه مهمه مسله اقتصاد او بې ثباتي ده.
انفلاسیون شاوخوا ۳۰ سلنه او د پاکستانۍ روپۍ ارزښت راټیټ شوی دی.
له بلې خوا په ټول هیواد کې د دولت پر ضد د یو شمیر وسله والو ډلو له خوا بریدونه زیات شوي دي.
په هرصورت، پاکستان ۲۴۱ میلیونه نفوس لري، چې دوه پر دریمه برخه یې د ۳۰ کلونو څخه کم عمر لري، او د رایې ورکولو عمر ۱۸ دی.