اسلایدشوتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

په دوحه کې د غزې د اوربند په اړه وروستیو خبرې

دید خبرې آژانس: په پام کې ده چې نن (چهارشنبه) قطر کې له اوږدو خبرو وروسته د غزې د اور بند وروستي جزییات بشپړ شي.

رویټرز خبري اژانس راپو ورکړی چې د قطر پلازمېنې دوحه کې د مرکچي پلاوو اته ساعته خبرو اترو په غزه کې د اوربند هیلې راټوکولې دي.

د راپور پر بنسټ، په دوحه کې قطري، مصري او امریکايي مرکچي پلاوي د حماس او اسراييلي استازو سره خبرې وروستي پړاو ته رسولي او نږدې ده چې یوه هوکړه اعلان شي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد الانصاري، مخکې په یوه خبري غونډه کې ویلي، دواړو لورو ته یو متن وړاندې شوی او د وروستیو جزییاتو په اړه خبرې روانې دي.

خو د حماس یوه لوړپوړي چارواکي د سې شنبې پر ورځ ناوخته رویټرز ته ویلي، تر اوسه یې ځواب نه دی وړاندې کړی، ځکه دوی د اسراییل له لوري د هغو لارو چارو انتظار کوي چې ښیي ځواکونه به څنګه له غزې وځي.

اخوا، د سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې د ولسمشر، جو بایډن او له مصري سیال سره د ټلیفوني خبرو په اړه ویلي: «دواړو مشرانو ژمنه وکړه چې په مستقیم ډول او د خپلو ډلو له لارې په راتلونکو ساعتونو کې په نږدې همغږۍ کې پاتې شي.»

حماس ویلي، خبرې اترې وروستي پړاو ته رسېدلي او هیله لري چې دا ځل خبرې یوه هوکړه رامنځته شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا