Uncategorizedاسلایدشوافغانستانبشري حقونه

په دوحه کې د بشری حقونو فعلانو او افغان ښځو له استازو سره د ملګرو ملتونو ناسته پیل شوه

په دوحه کې د ښځو، بشري حقونو فعالانو او افغان مدني ټولنې له استازو سره د ملګرو ملتونو ناسته پیل شوه.

دغه ناسته د دوحې په «ډیپلوماټیک کلپ» هوټل کې جوړه شوې ده.

ویل کیږي چې په دې غونډه کې د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو هم ګډون کړی دى.

خو یو شمېر افغان او نړیوالو مخکښو ښځو، د مدني ټولنې استازو او د بشري حقونو فعالانو په دې ناسته کې د ګډون لپاره د ملګرو ملتونو بلنه رد کړې ده.

دا ښځې، مدني فعالانې او د بشري حقونو فعالان د افغانستان په اړه د دوحې په دریمه دوه ورځنۍ غونډه کې د ښځو، مدني ټولنو او د بشري حقونو د فعالانو د استازو نه‌شتون د دوی د نه ګډون لامل بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button