په دایکنډي کې راستنو شویو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه
دید خبرې آژانس: دایکنډي ولایت کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېسیون له لوري د کډوالو او راستنو شویو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه.
یاده لړۍ د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، د افغانستان بانک، اوسپنې پټلې او بدني روزنې ادارو د مسوولینو، د د ایکنډي ولایت مقام، ځايي چارواکو او یو شمېر راستنو شویو په شتون کې پیل شوه.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په یادو مراسمو کې وویل چې دایکنډي ولایت ته یې د سفر موخه د کډوالو ستونزې له نږدې کتل او د دوی لپاره د ځمکو وېش لړۍ پیلول دي.
ښاغلي فطرت زیاته کړې، چې اسلامي امارت د یو مسوول نظام په توګه خپل ټول توان په کار اچولی، څو د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د هغوی لپاره د دایمي مېشتېدنې امکانات برابر کړي.
د نوموړي په خبره د کړنلارې له بشپړېدو وروسته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري توشیح شوی او هغه کډوال، چې د سرپناه ستونزې لري دغه ستونزې به یې حل شي.
په ورته وخت کې د دایکنډي والي مولوي نجیب الله رفیع هم کډوالو ته ډاډ ورکړی، چې د مشرانو له لارښوونې سره سم به ځمکې په عادلانه توګه مستحقو کسانو ته وویشل شي.
د یادونې وړ ده، امان الله متحد چې په یاده غونډه کې یې د خلکو په استازیتوب خبرې کولې وویل چې د دایکنډي خلک د فقر، بې وسۍ او محرومیت له امله ډېر ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
نوموړي یاد ولایت ته د اسلامي امارت د ځانګړې پاملرنې او کډوالو ستونزو ته د رسېدو له کبله مننه کړې ده.