Uncategorizedاسلایدشوافغانستانټولنه

په دایکندي کې یوې مېرمنې پنځه ماشومان زېږولي

دید خبرې آژانس:د طا-لبانو سرپرست حکومت د دایکندي ولایت روغتیايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې یوې مېرمنې پنځه ماشومان زېږولي دي.

ویل کیږې چې دغه مېرمنې د ګیزاب ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې په لومړي زیږون کې یې پنځه ماشومان زېږولي دي.

د دايکنډي ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکټر غني صميم د دغه ولايت ملي تلويزيون ته وويل، چې دغې مېرمنې درې زامن او دوه لوڼې زېږولي دي. خو له بده مرغه نن جمعه (سرطان ٥) دوه ماشومان مړه شول.

د مړینې لامل نه دی په ډاګه شوی، او د نورو دریو ماشومانو او مور د روغتیا په اړه راپور ورکړل شوی.

 دا لومړی ځل دی چې په دايکنډي کې دا ډول زېږون ثبتېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button