اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاستسیمه
په خیبر پښتونخوا کې د ماین چاودنې ۵ تنه وژلي او ۲۲ نور یې ټپیان کړي دي
دید خبری آژانس د خبر له مخې: د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د چاودنې له امله پنځه پولیس وژل شوی او ۲۲ نور ټپیان شوی دی.
نن دوشنبه (جدي ۱۸) د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د پولیسو پر موټر چاودنه شوې ده.
ویل شوي، چې د پوليو واکسيناتورانو د امنيت د تامين په موخه د پوليسو ځواکونه په لاره وو، چې موټر يې په نښه شو.
د پولیسو ویاند تایید کړه چې وژل شوي او ټپیان ټول د پولیسو سرتیري دي.
تر اوسه چا یا کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
په پاکستان کې بریدونه تر ډېره د پاکستاني طا-لبانو او بلوڅ بېلتون غوښتونکو له خوا ترسره کېږي.