اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

په خوست کې چاودنې مرګ ژوبله واړوله

دید خبري آژانس: له خوست ولایته راپورونه وايي، چې د خوست ښار په یوه هوټل کې د چاودنې له امله یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په خوست ښار کې نن دوشنبه (د اسد ۲۳مه) چاودنه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

دخوست ولايت امنيتي مسوولينو دغه پيښه تاييد کړه او ويې ويل چې دغه چاودنه ددغه ښار سپين جومات ته څيرمه په يوه هوټل کې شوې ده.

لومړني راپورونه ښيي چې په وژل شویو کې وزیرستاني کډوال هم شامل دي.

مړي او ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او د چاودنې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا