اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه
په خوست کې پر ۶ کسانو د شرعی حد جاری شو
ډید خبري اژانس: په خوست ولایت کې د درغلیو په تور د شپږو کسانو د وهلو شرعی حد جاری شو.
سترې محکمې په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان د خوست د ابتدایه محکمې د عامه امنیت د محکمې له خوا په د شلاق ۳۹ ضربی وهلو محکوم شول.
د خبرنامه له مخې د خوست د ښاري محکمې او سترې محکمې تر تصویب وروسته دغه پرېکړه پرون (یکشنبه د حمل ۱۲مه) په عام محضر کې د تورنو کسانو په اړه عملي کړه.
سترې محکمې د تورنو کسانو پر ضد د تورونو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
خو د بشري حقونو سازمانونه په عام محضر کې خلکو ته سزا ورکول د دوی انساني کرامت ته سپکاوی ګڼي او د بندېدو غوښتنه کوي.