اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبګزارش

په خوست کې د پاکستاني ځواکونو او طا-لبانو تر منځ نښته

دید خبرې آژانس: ویل کیږې چې د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې یو ځل بیا د پاکستاني ځواکونو او طا-لبانو تر منځ د ډېورنډ پر کرښه جګړه پیل شوې ده.

د دغو اوسیدونکو په وینا، دا ځل دواړه لوري له درنو وسلو کار اخلي‌ او د پاکستان له لوري ویشتل شوي درنې مرمۍ د افغانستان په خاوره کې په یو شمیر کورونو لګیدلي، خو د مرګژوبلې په اړه یې لا معلومات نشته.

دوی وايي،‌ چې د روانې جګړې له امله کرښې سره نږدې څوک له خپلو کورونو نه نشي وتلی او ټول پاټک، پالوڅو او سټیوان سیمو خلک په کورونو کي بند پاتې دي.

یو شمیر کورنۍ د جګړې له ویرې لا له وړاندې له خپلو کورونو وتلې وې.

د ځايي سرچینو په وینا، له یوې مودې راپه دې خوا طا-لبانو هڅه کوله، چې د پالوڅو او پټک دوه پوستې جوړې کړي؛ خو پاکستاني ځواکونو یې مخالفت کړی دی.

تر اوسه طا-لبانو او پاکستان د یادې جګړې په تړاو په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د طا-لبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ پر ډېورنډ کرښه جګړه رامنځته کیږي؛ درې ورځې وراندې هم په دغه سیمه کې جګړه شوې وه.

تر دې وړاندې په تورخم، کونړ، پکتیکا او خوست کې په وار – وا د دواړو خواو تر منځ جګړې شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا