اسلایدشوافغانستان

په خوست کې د انګېزه په نوم راډیو خپرونې پیل کړه

دید خبرې آژانس: د خوست ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې انګېزه راډیو د اف.ام ۹۹.۳ څپو خپرونې پیل کړې دي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس شاه حسین مسجدي ویلي، دا مهال په خوست کې ۱۹ ډله ییزې رسنۍ لري، چې د هغو له ډلې ۴ ټلویزیوني او ۱۵ یې راډیویي چینلونه دي او له جملې یې څلور غږیزې رسنۍ د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو فعالې شوې دي.

نوموړي دا ګام د ولس لپاره مهم بللی او د رسنیو پر ارزښت یې ټینګار کړی دی.

ورته مهال د راډیو مسوول پوهان ارین وایي:« دغه راډیو به ۱۵ ساعته تعلیمي، ټولنیزې او خبري خپرونې ولري او هڅه کوو، چې د هېواد نورو ولایتونو ته هم د نشراتو لمن پراخه کړو».

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره په هېواد کې لسګونه راډیوګانو تازه فعالیت پیل کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا