اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

په ختیځ کې د ګوزڼ ضد واکسینو څلو ورځنی کمپاین پیل شوی

دید خبرې آژانس: په ختیځو ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ویروس ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو.

سیمه‌ییز مسوولین وايي، ددغه کمپاین پرمهال به له پنځو کالو کم عمره څه باندې یو اعشاریه درې میلیونه ماشومان واکسین شي.

امین الله شریف چې د ننګرهار د عامې روغتیا رییس دی وايي: د کمپاین په دوران کې به ۷ لکه اویا زره نه نیولې تر اته لکو پورې ماشومانو باندې د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې واکسین تطبیق کېږي.)

د کونړ د عامې روغتیا رییس، مظفر مخلص هم وايي:(په کونړ کې چې کوم هدف مونږ ټاکلی دی هغه دوه لکه او اته  زره د پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان دي.)

ځايي خلک ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین د پولیو وایروس د مخنیوي په برخه کې اغېزناک ګڼي او غوښتنه کوي چې هره کورنۍ دې په دې برخه کې خپل مسوولیت په سم ډول ترسره کړي.

د پولیو ضد واکسینو څلور ورځنی کمپاین داسې مهال پیلېږي چې تازه په روان ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا