اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په جرمنې کې شیعه فعالان؛ د طا-لبانو پر وړاندې مقاومت روا او اړین دی

دید خبرې آژانس: یو شمېر شیعه فعلان په جرمني کې په یوه غونډه کې ویلی دي چې د طا-لبانو تر واک لاندې د افغانستان خلک په ځانګړې توګه شیعه مذهبي په قصدي توګه له خپلو انساني او اسلامي حقونو بې برخې شوي دي.

دوی د طا-لبانو حکومت نامشروع او د «ظلم» یوه بېلګه وبلله او ویې ویل، چې د دغې ډلې پر وړاندې مقاومت «روا او اړین» دی.

دغو شیعه فعالانو د شنبې په ورځ (د زمري شپږمه) په فرانکفورټ کې د «افغانستان شیعه نخبه ګانو راټولېدنې» په نامه، یوه کنفرانس کې وویل، چې د شیعه ټولنې پر وړاندې بندیزونه د وخت په تېرېدو سره زیات شوي دي.

شیعه فعلانو په غبرګولي میاشت کې د فرانکفورټ په لومړنۍ ناسته کې هم د طا-لبانو پر وړاندې د «پرېکنده مقاومت» پر اړتیا ټینګار کړی و.

د فرانکفورټ د دویمې غونډې ګډونوالو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ښځو پر وړاندې بندیزونه «جنستي توپیر» بللی او د افغان ښځو د بشري حقونو د رسمیت پیژندلو غوښتنه یې کړې ده.

د شیعه خلکو مشرانو له طا-لبانو سره د شیعه استازو په نوم د یوې ډلې پر جوړجاړي نیوکه کړې او ویلي یې دي، د یو منطقي میکانیزم په نه شتون کې، هیڅ خپلسری کس نه شي کولی د شیعه مذهبو استازیتوب وکړي او د دوی د حقونو په اړه له طا-لبانو یا بل چا سره خبرې اترې وکړي.

دوی د اوسني وضعیت د کابو کولو لپاره د یوې بشپړې نقشې په جوړولو ټینګار وکړ او د ټولو وړتیاوو د همغږۍ غوښتنه یې وکړه.

په اروپا کې مېشتو شیعه شخصیتونو له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي چې له طا-لبانو سره اړیکې کمې کړي او د دغې ډلې له رسمیت پېژندلو ډډه وکړي.

شیعه شخصیتونو ویلي، چې له طا-لبانو سره یو اړخیز جوړجاړي بشري ناورین لا پسې زیات کړی او په افغانستان او سیمه کې یې ترهګرۍ ته وده ورکړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا