اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

په تېر یوه کال کې د طا-لبانو ښاروالۍ لاسته‌راوړنې

دید خبرې آژانس: کابل ښاروالۍ د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې وایي چې، په تېر یو کال کې یې څه باندې شپږ مېلیارده افغانۍ عواید را تول کړي چې، د تېر کال پرتله یو مېلیارد افغانۍ زیاتوالی ښيي.

د کابل ښاروالۍ د مسوولانو په وینا، په دغه موده کې څه باندې ۱۲۰ کیلو متره عمومي او فرعي واټونه جوړ شوي او څه باندې ۷۳ زره نور واټونه ترمیم شوي دي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت‌الله بارکزی زیاتوي چې، په تېر یو کال کې ۲۳۹۸ ملکیتونه استملاک شوي او له دې ډلې د څه باندې زرو ملکیتونو د استملاک پیسې ورکړل شوې دي.

ښاغلی بارکزی زیاتوي:«څه باندې یو نیم مېلیارد افغانۍ عملاً خلکو ته وېشل شوې دي او نیم‌مېلیارد نورې افغانۍ هم موږ د بودیجې لپاره اخیستي دي. په همدې ډول الحمدالله د کابل ښاروالۍ اقتصادي ستونزه نه‌لري.»

د ۱۹ عام المنفعه ودانیو جوړول، د کابل ښار په واټونو کې د څه باندې پنځه زره څراغونو لګول، د دوه مېلیونه نیالګیو او زینتي بوټو کېنول، له ښاره بهر ته د څه باندې ۵۲۰ زره خځل ځایونو لېږدول او د ۲۰۵ ټنه کم کیفیته او تاریخ تېرو خوراکي او غیر خوراکي توکو له‌منځه وړل، په تېر یو کال کې د کابل ښاروالۍ له لاسته‌راوړنو شمېرل کېږي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت‌الله بارکزی هم څرګندوي:«موږ په مشخصه توګه څه باندې ۲۰۵ ټنه بېلابېل توکي چې، مخکې موږ د کمیت په اړه خبرې وکړې؛ خو پر کیفیت یې اوس خبرې کوو. ۲۰۵ټنه خوراکي او مینځونکي توکي چې، له بده مرغه په کابل ښار کې پلورل کېدل راټول شوي او په معیاري توګه له‌منځه وړل شوي دي.»

د کابل ښاروالۍ د پلان او پالیسۍ مدیر وایي چې، په برکي څلور لارې، ده افغانانو او نجات څلي کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کموالي په موخه د درېیو هوايي پلونو د جوړولو طرحې هم وروستۍ شوې دي.

د کابل ښاروالۍ د پلان، پالیسۍ څارنې او ارزونې رییس محمد قاسم افغان وايي:«په برکي څلور لارې کې، په منار نجات او په ده افغانانو کې، د موترو درې هوايي پلونه لرو.»

دا په داسې حال کې ده چې، له دې ټولو سره سره، په ځینو څلور لارو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه او د سړک غاړې پلورونکو موجودیت پر خپل ځای دی؛ خو په ځینو څلور لارو کې د سړک غاړې پلورونکي لرې شوي او ترافیکي ګڼه ګوڼه هم کمه شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا