Uncategorizedاسلایدشوافغانستانامنیت او حوادث

په تېرو دوو ورځو کې په غور او فاریاب کې سیلابونو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

دید خبری آژانس: د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر اوچا اعلان کړی چې په تیرو دوو ورځو کې په غور او فاریاب کې د سیلابونو له امله ۱۳۴ تنه وژل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن یکشنبه (د جوزا ۶ مه) اعلان وکړ چې په تېرو دوو ورځو کې په غور او فاریاب کې د بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۳۴ کسان وژل شوي دي.

اوچا وويل، چې دغه سېلاب ٧٨٧٠ کورونه او ٧٠٠ جريبه ځمکه ويجاړه کړې ده.

دغه سازمان زیاته کړې، چې د تېرې جمعې او شنبې ورځې بارانونو کې ۸۴ کسان په فاریاب او ۵۰ نور په غور ولایت کې مړه شوي دي.

اوچا زياته کړه، چې باران د ١٨٦٠ کورنيو ژوند اغېزمن کړى دى.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په خپل راپور کې لیکلي، چې په دې دوو ورځو کې ۹۰۰ څاروي له لاسه ورکړل شوي او ۳۰ زره مېوه لرونکي ونې له منځه تللي دي.

دغه بنسټ وايي، سېلابونو په غور کې لس ولسوالۍ او په فاریاب کې اته ولسوالۍ سختې اغېزمنې کړې دي.

د دې ادارې ارزونې ښيي چې د فاریاب او غور سیلاب ځپلي خوراکي توکو، اوبو او سرپناه ته بېړنۍ اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button