اسلایدشوافغانستان

په تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د شري اووه زره شکمنې پېښې ثبت شوې دي

دید خبري آژانس: د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د تېر کال د نومبر میاشتې له دریمې اونۍ راهیسې په افغانستان کې د شري د ناروغانو شمېر زیات شوی دی.

تېره ورځ دغې بې سارې ادارې یو راپور خپور کړ، چې په کې ویل شوي وو، چې د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې په هېواد کې د شري ناروغۍ څه باندې ۷ زره پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، له دوی څخه ۲۹ تنه مړه شوي دي.

د دغه راپور له مخې، له ۵۷۰۰ قضیو څخه، چې د ټولو مشکوکو پېښو ۸۰ سلنه جوړوي، له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي.

د شري تر ټولو ډېرې پېښې په سمنګان، بلخ، فراه او خوست ولایتونو کې ثبت شوې دي.

Back to top button