اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاست

په تېره یوه میاشت کې؛ د پاکستان له بندخونو۸۸۰ افغانان خوشې شوي

دید خبرې آژانس: د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، په تېره یوه میاشت کې د پاکستان له بندخونو د څه باندې ۸۸۰ افغان کډوالو له ازادېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي چې، په اسلام‌اباد کې د افغان کډوالو د نیولو کچې له لوړېدو سره سم، دغه افغانان هم په یاد هېواد کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو د نه‌لرلو له امله نیول شوي وو چې، د هغوی ځينې له ازادېدو وروسته هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

ښاغلی حقاني په دې هکله زیاتوي:«د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د هلو ځلو او هلته د ځينو اداراتو په همکارۍ کابو ۸۸۲ افغانان له بندخونو ازاد شوي او له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي چې، له هغې ډلې ځينې یې بېرته خپل هېواد ته هم راستنېږي.»

تر ټولو ډېر افغان کډوال په پاکستان او ایران کې اوسېږي؛ خو په وروستیو میاشتو کې په دغو هېوادونو کې له کډوالو سره ناوړه چلند او د هغوی ایستل زیات شوي. د دې سربېرته چې، په ګاونډیو هېوادونو کې، د افغان کډوالو د ستونزو پر حل ټينګار شوی دی؛ خو دغه ستونزې لاهم پر خپل ځای دي.

له بلخوا د تهران والي محمد صادق معتمدیان خبرداری ورکړی چې، په ایران کې به هغه افغان کډوال ونیول شي او له دغه هېواده و ایستل شي، چې، د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري.

محمد صادق معتمدیان په دې هکله زیاتوي:«د دغو کسانو په تړاو قانوني اقدامات په تهران ولایت کې د قانون پر بنسټ د فراجا ځواکونو له خوا تعقیبېږي. د قانوني بهیر له مخې، دا کسان د افغانستان له ګډو پولو خپل هېواد ته اړول کېږي.»

د کډوالو د حقونو فعال احسان احمدزی وايي:«باید د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو اړوندو بنسټونو ترمنځ ګډ کار موجود وي چې، دغو ستونزو ته حل لار پيدا شي.» 

تر دې وړاندې هم په کراچۍ کې د اسلامي امارت کونسلګرۍ ویلي و چې، په تېرو دوو کلونو کې د پاکستان د سند ایالت له زندانونو څه باندې ۴۲۰۰ افغان بندیان خوشې شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا