اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په تیرو ښپږ میاشتو کې؛ د افغان خبریالانو د نیولو او ګواښونو نږدې ۹۰ پېښې ثبت شوي

دید خبرې آژانس: د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې، په تېرو شپږ میاشتو کې یې په دې هېواد کې د خبریالانو د نیولو او ګواښونو نژدې ۹۰ پېښې ثبت کړي دي.

دغه مرکز پرون پنجشنبه د روان میلادي کال د جنورۍ له پیله د جون تر پایه په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د بشري حقونو په اړه د خپلو څېړنو پایله خپره کړې او ویلي چې په یاده موده کې د خبریالانو او رسنیو خلاف سرغړونې ډېرې شوي دي.

د دې مرکز په وینا، د کال په لومړۍ نیمايي کې ټولټال ۸۹ پېښې ثبت شوي چې ۶۰ یې د خبریالانو او د رسنیو د مسئولانو د ګواښلو او ۲۹ نورې یې د خبریالانو د نیولو په اړه دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپله اعلامیه کې همداراز ویلي چې په یاده موده کې طالب چارواکو لږترلږه ۷ رسنۍ بندې کړي دي.

په دغو رسنیو کې په کابل کې دوه ټلویزیونونه او په غزني، لغمان، پروان او خوست ولایتونو کې ۵ راډیوګانې شاملې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې، درېیو سیمه ایزو راډیوګانو ته د فعالیت د بېرته پیلولو اجازه ورکړل شوې، خو دوه ټلوېزیونونه او دوې راډیوګانې لا هم بندې دي.

د خبریالانو مرکز ویلي چې، په تېرو ۶ میاشتو کې نه یوازې پر خصوصي او آزادو رسنیو فشارونه کم شوي نه دي، بلکې د هغو د نشراتو پر محتوا څارنه لا زیاته شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا