په تهران کې د نصرالله مکتب په کنفرانس کې د طا-لبانو ګډون
دید خبرې آژانس: په تهران کې د طا-لبانو استازي فضل محمد حقاني د (لړم په ۱۹مه) په تهران کې د «نصرالله مکتب» په کنفرانس کې ګډون وکړ.
دغه کنفرانس د حزب الله د پخواني مشر حسن نصرالله د شهادت د څلویښتمې ورځې پوره کېدو په مناسبت جوړ شوی و.
دغه کانفرنس د ایران د کلتور او اسلامي لارښود وزارت او د اسلامی ثقافت او اړیکو د ادارې په ګډې همکارۍ په تهران کې د اسلامي هېوادونو د سرمشریزې په تالار کې جوړ شو.
ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په دغه کنفرانس کې د شهید حسن نصرالله «بیلابیل فکري او علمي اړخونه او د مقاومت د راتلونکو مشرانو د الګو تشریح کولو په موخه» وڅېړل شول.
شهید حسن نصرالله د روان کال په تله میاشت کې د بیروت په سویل کې د اسراییلي پوځ په یوه هوايي برید کې شهادت ته و رسیده.
د طا-لبانو لوړپوړو چارواکو د لبنان د حزب الله د عمومي مشر حسن نصرالله د شهید کېدو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او چوپه خوله پاتې دي.