اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهنړۍ

په تهران کې اورلګېدنه؛ لږ تر لږه ۵۰ کسان ژوبل شوي

دید خبرې آژانس: د ایران د پلازمېنې تهران په جنوب لوېدیځ کې یوې اورلګېدنه کې لږ تر لږه ۵۰ کسان ژوبل شوي دي.

د تهران د بېړنیو پېښو د رسېدنې د ادارې رییس محمد اسماعیل توکلي رسنیو ته ویلي چې اورلګېدنه دوشنبه ماسپښين مهال د ټایرونو د تولید په یوه فابریکه کې رامنځته شوې وه.

لږ تر لږه ۳۰ کسان روغتونو ته رسول شوي او پاتې نورو ته په سیمه کې صحي خدمات وړاندې شوي دي.

چارواکو ویلي چې د اور د مړه کولو لپاره یې سیمې ته اوروژنې ټیمونه په لومړنیو ساعتونو کې ولېږل.

دوه ورځې مخکې هم د تهران په څنډه په شوراباد سیمه کې درې لوی ګدامونه سوځېدلي وو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا