اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍټولنه

په ترکیه کې لسګونه افغان کډوال ونیول شول

دید خبری آژانس د خبر له مخې: په لسګونو افغان کډوال په ترکیه کې د دغه هیواد د پولیسو له خوا نیول شوی او احتمالاً به بیرته افغانستان ته ستانه شی.

ترکي رسنیو د دغه هېواد د پولیسو په حواله ویلي چې لږ تر لږه ۳۸ تنه افغان کډوال د یکشنبې په ورځ (قوس ۱۲مه) د آیواجیک په سواحلو کې نیول شوي دي.

د ترکیې پولیسو ویلي دي چې دغو پناه غوښتونکو هڅه کوله چې اروپايي هیوادونو ته واوړي کله چې ونیول شول.

په همدې حال کې په دې وروستیو کې له ترکیې څخه د افغان کډوالو د ایستلو او توقیف بهیر زیات شوی دی.

ویل کیږي چې ترکیې د روان کال له پیله تر اوسه څه باندې درې زره افغان کډوال نیولي او شړلي دي.

د ترکیې د حکومت د شمېرو پر بنسټ په دغه هېواد کې شاوخوا ۳۰۰ زره افغان کډوال ژوند کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا