اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

په ترکیه کې د داعش سره د همکارۍ په شک ۱۴ تنه نیول شوي دي

ډيډ خبري اژانس: ترکي رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو له داعش سره د همکارۍ په تور ۱۴ کسان نیولي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا د سه شنبې په ورځ (۲۱حمل) وویل چې هیواد به یې له ترهګرۍ سره پریکنده مبارزې ته دوام ورکړي.

د انادولو خبری اژانس د رپوټ له مخې، د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وویل امنیتی ځواکونو دغه عملیات د غازی‌انتپ، ایسکی شهیر، سامسون او یالووا په ښارونو کښې ترسره کړل.

په وروستیو میاشتو کې، ترکیې په پراخه کچه د داعش سره د تړاو لرونکو کسانو د پېژندلو او نیولو هڅه کړې ده.

د ترکیې د امنیتي چارواکو په وینا، امنیتي ځواکونه د دغه هېواد د ملي استخباراتو په همکارۍ د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې یو لړ عملیاتو ته دوام ورکوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا