په ترکیه کې د داعش د غړیتوب په شک ۱۷ تنه نیول شوي
دید خبری آژانس: د ترکیې د ملي امنیت او استخباراتو سازمان اعلان وکړ چې د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې د غړیتوب په تور یې ۱۷ تنه نیولي دي.
د آناتولي په وينا، په ترکيه کې د دغو کسانو نيول د داعش خراسان ډلې ته يوه ستره ضربه ده، چې په دې وروستيو کې يې په استانبول کې پر يوې کليسا د بريد مسووليت پر غاړه واخيست.
په راپور کې راغلي چې «د استخباراتي پلټنو په پایله کې، د استانبول، د داعش د خراسان ولایت مسوول او هغه ترهګر چې له هغه سره کار کوي، پېژندل شوي دي»
د آناتولی خبری آژانس زیاته کړه: د ترکیې د ملی استخباراتو او امنیت ادارې د استانبول له پولیسو سره په ملګرتیا کښې په ترسره شویو عملیاتو کښې ۱۷ شکمن کسان ونیول او د داعش د خراسان څانګې د جلب او جذب، تمویل او لوژستیک فعالیتونو ته یې سخته ضربه ورکړه.
ترکي رسنیو د نیول شویو کسانو د هویت په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.
د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ دوو بریدګرو د استانبول ښار په سریار سیمه کې پر یوې کلیسا برید وکړ، چې په پایله کې یې یو کس ووژل شو.
له دغې پېښې وروسته داعش ډلې د یوې بیانیې په خپرولو سره د ترکیې په استانبول ښار کې د سانتا ماریا په ایټالوي کلیسا د حملې مسوولیت په غاړه واخیست.