اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په ترکمنستان کې د افغانستان سفارت لپاره د طا-لبانو لخوا شارژدافیر وټاکل شو

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو سرپرست حکومت فضل محمد صابر په ترکمنستان کې د افغانستان د سفارت لپاره د شارژدافیر په توګه معرفي کړی دی.

د طا-لبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وياند ضیاء احمد تکل پر اېکس د يوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشيد مرادوف د دوى د شارزدافير د منلو په مراسمو کې  ویلي، هیله من دی چې د ترکمنستان او طا-لبانو د ډیپلوماټیکو هڅو په پایله کې د ټاپي د ګازو د پایپ لاین، ټاپ  او د تورغندي – هرات د ریل پټلۍ پروژې پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې هیڅ هېواد طا-لبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

که څه هم طا-لب چارواکو په وار وار له نړۍ، سیمې او د افغانستان له ګاونډیانو غوښتي چې دوی په رسمیت وپېژني، خو آن هغه هېوادونه چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري لکه روسیه، چین او ایران  هم داسې کوم اقدام نه دى کړى.

په دې وروستیو کې په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف په یوه مرکه کې ویلي چې هېواد به یې د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طالبانو په لرې کولو او رسميت پېژندلو کې خپلې ګټې په نظر کې ونيسي.

په همدې حال کې په کابل کې د ایران د سفیر مرستیال غلام رضا نجاري د غبرګولي په اوومه ويلي و چې طا-لبان تمه لري چې ایران به لومړنی هېواد وي چې دوی به په رسمیت وپېژني، خو دغه هېواد تر اوسه په دې برخه کې کوم ګام نه دی پورته کړی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا