افغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

په تخار کې يوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه کړې ده

د دید خبری آژانس د خبر له مخې له تخار څخه راپورونه وايي، چې د دغه ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې یوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه کړې ده.

په تخار کې يوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه کړې ده

ويل کيږي چې دغه پيښه د يکشنبې په ورځ (د سرطان په ١٢مه) د تخار په کلفګان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
په دغه ولايت کې د طا-لبانو امنيتي سرچينو دغه پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې دا د کورنۍ تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې دغې ځوانې نجلۍ کوژده کړې وه او ټاکل شوې وه چې ژر واده وکړي.
له نږدې یو کال راهیسې په ځینو ولایتونو په تېره بیا په تخار کې د ځان وژنې پېښې په بې ساري ډول زیاتې شوي دي.
بې وزلي، کورنۍ تاوتریخوالی، په کم عمر کې ودونه او له رضایت پرته په هېواد کې د ځان وژنې اصلي لاملونه بلل کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا