اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په تخار او بدخشان کې ترافيکي پېښې/ شل تنه مړه او ټپيان شول

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د طا-لبانو سرپرست حکومت چارواکي وايي، په دغو ولایتونو کې د دوو ترافیکي پېښو په پایله کې ۲۰ تنه وژل شوي او ټپیان دي.

د تخار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالمبین صافی وايي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي صافي وویل: دا پیښه نن سهار (دوشنبه د جوزا په ۲۱) د دغه ولایت د بهارک ولسوالۍ د پوسته کوترمه په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د يادې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي د دوو موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

له بلي خوا د بدخشان په یفتل ولسوالۍ کې تېره شپه په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د طا-لبانو د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله، په دې پېښه کې څلور مړه او اوه تنه ټپیان شوي دي.

که څه هم د دې تازه پېښې اصلي علت نه دی معلوم، خو د سړکونو خرابوالی، د چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه رعایت په افغانستان کې د زیاتو ترافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا