اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

په تاشکند کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو نندارتون پیل شو

دید خبرې آژانس: د افغانستان د کورنیو تولیداتو نندارتون د هېواد د ۲۵۰ سوداګرو په ګډون په تاشکند کې جوړ شو.

 په دې نندارتون کې د افغانستان غالۍ، قیمتي ډبرې، لاسي صنایع او وچه میوه نندارې ته ایښودل شوې دي.

 د یادولو وړ ده، چې دغه نندارتون به نن (سه شنبه، د چنګاښ ۱۲مه) پیل او درې ورځې به دوام وکړي.

 د طا-لبانو تر ادارې لاندې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د افغاني تولیداتو وده، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د خصوصي سکتور ملاتړ دی.

 ویل کیږی چې د دغه نندارتون په پرانیسته کې د طا-لبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم ګډون کړی و.

 په همدې حال کې د هېواد یو شمېر صنعتکاران او سوداګر په خپلو فعالیتونو کې د ننګونو له شتون څخه شکایت کوي.

 دغه افغان صنعتکاران او سوداګر د مالیاتو لوړوالی، د کافي برېښنا نشتوالی، په بانکونو کې محدودیتونه او د خامو موادو لوړه بیه د دوى په وړاندې د لویو ستونزو په توګه یادوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا