اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورمهم مطالبنړۍ

په بنګله دېش کې سېلابونو/ ۲۰ کسانو ژوند له لاسه وړکره

دید خبرې آژانس: د بنګله دېش چارواکو اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې د سختو موسمي بارانونو له امله د راوتلو سېلابونو له ۲۰ کسانو ژوند اخيستى او تر ۵ میلیونو ډېر کسان په دغه طبیعي پېښه کې اغېزمن شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې په بنګله دېش کې د سېلابونو له امله زیانمن شوي خلک خوراکي توکو، پاکو اوبو، درملو او جامو ته اړتیا لري.

د دغه هیواد موقت لومړي وزیر محمد یونس ویلي دي چې د هغه تر قوماندې لاندې حکومت يې د سېلاب ځپلو کسانو عادي حالت د بېرته راګرځیدو لپاره ټول اړین تدابیر نیولي دي.

دى وايي: «موږ له ګاونډيو هېوادونو سره خبرې پيل کړې، څو په راتلونکي کې د سېلابونو مخه ونيول شي.»

په همدې حال کې د بنګله دېش د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې که موسمي اورښتونه دوام وکړي، ښايي سېلابونه دوام وکړي او د اوبو کچه به ورو ورو راټيټه شي.

بنګله دېش چې په جنوبي اسیا کې ۱۷۰ میلیونه نفوس لري، او له سلګونو سیندونو ترې تېرېږي، په وروستیو لسیزو کې د پرله پسې سېلابونه شاهد دى.

د نړیوال اقلیم د خطر د شاخص له مخې، دغه هېواد د هغو هېوادونو څخه دی چې د طبیعي پېښو او د اقلیم د بدلون لپاره خورا زیان منونکي دي.

د يادولو وړ ده، چې دغه هېواد همداراز په تېرو اونيو کې د پراخو سياسي ناکراريو شاهد و، چې بالاخره په دغه هېواد کې له پنځلس کالو حکومت وروسته د لومړۍ وزيرې شيخ حسينې د هېواد د پرېښودو  او د محمد يونس د موقت حکومت د واک ته د رسېدو لامل شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا