په بندخونو کې د بندیانو د وضعیت د څېړلو بهیر پیلېږي
د طا-لبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په کندهار کې د کابیني په غونډه کې دستور ورکړی، چې په دې برخه کې دې یوه ځانګړې کمېټه هم جوړه شي.
په دغه راپور کې همداراز راغلي، چې یاده کمېټه د عالي دیوان په مشرۍ او د بېلابېلو وزارتونو او عمومي ریاستونو د استازو په غړیتوب سره جوړېږي.
تسنیم خبري اژانس د سرچینو په حواله په خپل راپور کې همداراز لیکلي، چې له دغو څېړلو مخکې باید په بېړنۍ توګه یو دستورالعمل جوړ شي، ترڅو له مخې یې کمېسیون لازم اقدامات وکړي.
ټاکل شوې، چې د دغه دستور له مخې به د هېواد په ټولو بندخونو کې د بندیانو وضعیت وڅېړل شي.
طا-لبانو بیا په رسمي توګه تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د بندخونو او بندیانو وضعیت په داسې حال کې څېړل کېږي، چې د یادې ډلې له بندخونو د لسګونو فعالینو، خبریالانو او د تېر نظام د سرتېرو د شکنجو او ځورولو راپورونه خپریږي.
افغانستان انټرنشنل بیا د روان کال د غوايي په ۱۳مه د څرخيپله د بندخونې د وضعیت په اړه په یوه ځانګړي راپور کې لیکلي و، چې طالبانو لسګونه سیاسي بندیان په ځانګړي ډول د پنجشېر او شمالي اوسېدونکي وهلي او ځورولي دي.
سرچینو دا هم ویلي وو، چې لا هم طا-لبانو د بندیانو له ځورولو لاس نه دی اخیستی.
له دې سره، د بنديانو کورنیو هم په ځلونو ویلي، چې له دوى سره د طا-لبانو چلند ډېر بد او له تاوتريخوالي ډک دى.
طا-لبانو بیا په وار – وار سره ویلي، چې یاده ډله په بندخونو کې د بندیانو د شکنجې په اړه نه، بلکې د دوی د اصلاح په اړه فکر کوي.
د راپورونو له مخې، اوسمهال د طا-لبانو په بندخونو کې د ۱۵۰ بهرنیانو په ګډون شاوخوا ۱۲ زره بندیان د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان دي.