اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهنړۍ

په بلغارستان کې ۱۱ افغان کډوال و نیول شول

دید خبرې آژانس: د بلغاریا پولیسو ویلي دي چې د دغه هېواد په شمال کې یې یوولس افغان کډوال نیولي دي.

د بلغاریا پولیسو د لږ تر لږه ۱۱ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه کډوال د چهارشنبې په ورځ د دغه هیواد په شمال کې د”ویلکو ترنوو” په ولایت کې ونیول شول.

ګمان کیوي چې دا کسان د کډوالو د اوسیدو مرکزونو ته ولیږدول شي.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو او د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله زرګونه ځوانان په ناقانونه توګه اروپايي هېوادونو ته تللي، چې له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې ډېر شمېر افغان کډوال بنديان شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا