اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیا

په بغلان کې د برېښنا ریاست۶۷۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

دید خبرې آژانس: د بغلان ولایت د برېښنا ریاست مسوولین وایي، چې دغه ریاست د روان ۱۴۰۳ کال په تېرو نهو میاشتو کې څه باندې ۶۷۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د یاد ولایت د برېښنا ریاست مطبوعاتي مسوول رامین خرم باختر آژانس ته ویلي، چې دغه ریاست د روان ۱۴۰۳ کال په تېرو ۹ میاشتو کې د برېښنایې لګښتونو له درکه ۶۷۱ میلیونه ۳۵۹ زره ۲۱ افغانۍ عواید راټول او دولت خزانې ته یې سپارلي دي.

نوموړۍ زیاته کړې، چې یاد ریاست هڅه کوي، چې په راتلوونکي کې د بغلان ولسونو ته د برېښنا په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي تر څو له یادې برخې په پراخه توګه عواید راټول شي.

ورته مهال د بغلان اوسېدونکي وايي، چې دغه ریاست دې له خلکو څخه په منظمه توګه عواید راټول او د برېښنا په برخه کې دې ولسونو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا