اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادث

په بغلان کې تازه سېلابونو پنځه تنه وژلي دي

دید خبري آژانس: د بغلان ولایت په دوشي، خانجان او پل حصار اندراب ولسوالیو کې تازه سېلابونو ۵ تنه وژلي دي.

ځايي سرچينې تاييدوي، چې د تېرې شپې سېلابونو د پلخمري ښار په ځينو برخو کې د لرخوب دوشي، وليان خانجان او پلخمري اندراب په دره کې سخت مالي زيانونه اړولي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په بغلان کې د تېرې شپې د سېلابونو له امله د اوښتو تلفاتو شمېر نهايي نه دى او يو شمېر کسان لا هم ورک دي.

د لومړنيو شمېرو پر بنسټ، د دغو سېلابونو له امله د استوګنې ٢٠٠ کورونه، د ښوونځي درې ودانۍ، اته جوماتونه، يوه ديني مدرسه او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې ویلي چې په وروستیو اونیو کې په افغانستان کې ۸۰ زره کسان د سیلابونو له امله اغیزمن شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا