اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

په بروکسل کې له افغانانو سره د تعامل په هدف یوه غونډه جوړېږي

دید خبرې آژانس: د اروپايي ټولنې د بهرني عمل خدمت (EEAS) له افغانانو سره د تعامل په هدف په بروکسل کې د یوې غونډې د جوړولو اعلان وکړ.

دغې ادارې سه شنبه په ایکسپاڼه کې ليکلي چې د افغانستان خلک يوازې نه شي پرېښودای او په دې غونډه کې د هغوى د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو او د بشري مرستو د رسولو لپاره تر ټولو اغېزمنې لارې چارې تر بحث لاندې نیول کېږي.

په ورته وخت کې اروپايي ټولنې په ۲۰۲۴م کال کې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې خپلو همکارانو ته د ۱۵۰ میلیونه یورو په ارزښت بشري مرستې ورکړي دي.

اروپايي ټولنې د خپل بیان په دوام کې ليکلي چې د دې ټولنې بشري مرستې د اړمنو خلکو لپاره د هيلې يوه کړکۍ ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا