اسلایدشوافغانستانامنیت او حوادث

په بدخشان کې د هند د یوې مسافر وړونکې الوتکې د سقوط خبر ورکړل شو

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، له بدخشان څخه راپورونه وايي، چې د هند یوه مسافر وړونکې الوتکه د بدخشان په غرونو کې لوېدلې ده.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ذبيح الله اميري په بدخشان کې د دغې مسافر وړونکې الوتکې د غورځيدو خبر ورکوي او وايي چې د دغې پيښې د لا زياتې څيړنې لپاره سيمې ته يو ټيم استول شوى دى.

ویل کېږي، چې دغه مسافر وړونکې الوتکه له هند څخه مسکو ته روانه وه، چې د تخنيکي ستونزو له امله د بدخشان په غرونو کې لوېدلې ده.

ځینو سرچینو ویلي چې دغه الوتکه د یکشنبې په ورځ (د دلو لومړۍ) د بدخشان د زیباک په ولسوالی کې ولوېده.

باختراژانس خبر ورکړ چې دغه مسافر وړونکې الوتکه دهندي شرکت اړونده وه .

تر اوسه د دغې الوتکې د غورځېدو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي. هندي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Back to top button