اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

په بامیان کې د موسمي اوبو زېرمه کول د طا-لبانو لخوا پیل شو

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو تر ادارې لاندې د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په بامیان ولایت کې یې د موسمي اوبو د زېرمه کولو پروژه پیل کړې ده.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پروژه د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په مالي مرسته پلي کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې په دغه ولایت کې ۱۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه د اوړي په موسم کې خړوبه شي.

د طا-لبانو تر ادارې لاندې د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د اوبو دغه موسمي زېرمه د یخ کتلو په بڼه ترسره کېږي او د اوړي په موسم کې به ترې کار واخیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو سازمانونو په هېواد کې د پرله پسې وچکالۍ د پایلو په اړه خبرداری ورکړی و.

له بلې خوا په افغانستان کې د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د کمېدو په اړه اندېښنې په تېره بیا د هېواد په مرکزي سیمو او پلازمېنه کې زیاتې شوي دي.

د نړیوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ، د اقلیم بدلون، چې افغانستان په کې تر ټولو کم رول لري، په هېواد کې د پرله پسې وچکالۍ یو له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا