اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

په بامیان ولایت کې د قابلو یوه ډله روزلې شوی ده

دید خبرې آژانس: د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ وايي، د ښځو دویمه ډله یې د قابله‌ګۍ په روزنیز پروګرام کې روزلې او په دې برخه کې یې چمتو کړې ده.

‏دغه سازمان وايي،روزل شوې ډله به د میندو او ماشومانو د مړینې لوړې کچې سره مقابله وکړي.

د افغانستان لپاره ‏د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ نن یکشنبه د (وږي ۲۵مه) په ایکس پاڼه پرته له دې چې شمېر یې یاد کړي لیکلي، چې په بامیان ولایت کې یې د ښځو دویمه ډله یې د قابله‌ګۍ په روزنیز پروګرام کې روزلې او په بریالیتوب فارغه کړې.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د روانې وږي میاشتې په سر کې ویلي و، چې افغانستان ۱۸ زره قابلو ته سملاسي اړتیا لري.

دغه صندوق خبرداری ورکړی و، چې که دغه اړتیا پوره نه شي د ډېرو ښځو ژوند به له ګواښ سره مخ شي.

د نړۍوالو روغتیايي سازمانونو د راپورونو له مخې، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د میندارو مېرمنو د مړینې تر ټولو لوړې شمېرې لري.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق په راپور کې راغلي، چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د میندارو مېرمنو د مړینې تر ټولو لوړې شمېرې لري چې وايي، په افغانستان کې هر یو ساعت یوه ښځه د مینداورۍ د ستونزو او یا هم د زېږون پرمهال ژوند له لاسه ورکوي.

ددې صندوق په خبره، په کارپوه قابلې کولی شي، چې تر ډېره پورې د مړینې مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق بیا راپور ورکوي، چې په هرو ۱۰۰ زرو زېږېدنو کې ۶۳۸ میندې د مینداورۍ پرمهال ژوند له لاسه ورکوي او لامل یې هم بېوزلي، روغتیایي خدمتونو ته کم لاسرسی او جنسیتي توپیر دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا