اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

په بامیاني ماشومانو کې د خوارځواکۍ ناروغي زیاته شوې

دید خبرې آژانس: د بامیان د ولایتي روغتون روغتیاپالان وايي، په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د شمېرو پربنسټ په تېرو درېیو میاشتو کې په دغه روغتون کې پر خوارځواکۍ اخته د څه باندې ۱۶۰ ماشومانو درملنه شوې ده.

د کورنیو اقتصادي ستونزې، له وخت وړاندې زیږون، د امیندوارۍ پر مهال د مېندو سالمې تغذیې نشتوالی او د روغتیايي لارښوونې نه مراعاتېدل؛ په ماشومانو کې د خوارځواکۍ د زیاتېدو بنسټیز لاملونه بلل کېږي.

ځينې کورنۍ وايي، د وزګارۍ او ناچارۍ له امله کورنۍ او ماشومانو ته د خوراکي توکو برابرولو وس نلري.

ناروغ لرونکې، خدیجه بیا وايي: «اقتصادي وضعیت مو ډېر ښه نه دی، خو بیا هم اړ یو چې ماشوم ته مو له بازاره شېدې وپېرو. که شېدې وا نه خلو د دغه ماشوم وضعیت نه ښه کیږي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د بامیان ولایتي روغتون روغتیاپالانو په ماشومانو کې د انتاني ناروغیو له زیاتوالي خبر ورکړی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا