اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادث

په باميان کې دوه ترافيکي پېښه/ دوه تنه مړه او لس نور ټپيان شوی

دید خبرې آژانس: د باميان ولايت په مرکز کې دوو جلا ترافيکي پېښو دوه تنه مړه  او لس نور ټپيان کړي دي.

د باميانو ولايت د امنيې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، د باميان ولايت د مرکز اړوند د سران سرخدر په سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله ٢ تنه مړه شوي او ٧ نور ټپيان دي.

په همدې حال کې د باميان ولايت د طا-لبانو د والي د رسنيو دفتر ويلي، چې د دغه ولايت په مرکز کې په يوه بله ترافيکي پېښه کې ٣ تنه ټپيان شوي دي.

په بامیان کې د طا-لبانو امنیه قومنداني وايي، لومړۍ پېښه نن (شنبه، زمري٢٠مه) د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوه چې له امله یې یوې ښځې او یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په همدې حال کې، د طا-لبانو د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دویمه پېښه نن سهار شاوخوا ۹ بجې رامنځته شوې، چې ټپیان ټول نارینه دي.

لومړۍ پیښه د نیسان ډوله موټر  سره د ټربو لارۍ د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده، په داسې حال کې چې دویمه پېښه د یوه فرونر موټر له سړک څخه د  منحرف کېدو او د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې ده.

د يادولو وړ ده، چې د دواړو پېښو ټپيان د باميان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا