اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

په بادغیس کې پستې ټولونکو ته د طا-لبانو لخوا سخته سزا ورکول کیږی

دید خبرې آژانس: د بادغیس ځايي طا-لب چارواکو د پستې د ځنګلونو په شاوخوا کې خلکو ته خبرداری ورکړی چې که د پستې ټولولو پر مهال ونیول شي، نو «سخت به شکنجه شي او هیڅ عذر به نه منل کیږي».

دغه خبرداری د بادغیس د اب‌کمري ولسوالۍ اړوند سیمو کې د پستې «شول پسته» مسوول ملا نجیب الله په لاسلیک خپور شوی.

واک ته د طا-لبانو له رسېدو وروسته دغه ډله په هر څه خپل واک چلوي او ان د خلکو په شخصي کرنیزو حاصلاتو کې خپل حق ټاکي او په زور یې ترې اخلي.

په دغه خپاره شوي اووه ماده‌ییز خبرداري کې لیکل شوي، چې هیڅوک حق نه لري چې د بادغیس د کرنې ریاست او د پستې ځنګلونو د ساتنې مسوول له رسمي اجازې پرته د پستې له ځنګلونو څخه لیدنه وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا