Uncategorized

په ایران کې یو ځل بیا یو افغان اعدام شو

دید خبرې آژانس: د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی، چې په ایران کې یو افغان وګړى د« قصدي قتل» په تور اعدام شوی دی.

دغه سازمان( دوشنبه د وږي په ۵ مه) په یوه راپور کې اعلان وکړ چې د دغه کس نوم فهیم دی او د اصفهان په «دستګرد» زندان کې پرې د اعدام حکم عملي شوی دی.

د دغه راپور له مخې دغه افغان ۳۰ کاله عمر درلود.

د ایران د بشري حقونو سازمان د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې ښاغلی فهیم د کاپیسا ولایت د مرکز محمود راقي ښار اوسېدونکی و.

د دغه راپور له مخې دغه کس شاوخوا درې کاله مخکې د قصدي قتل په تور نيول شوى او په اعدام محکوم شوى و.

د يادونې وړ ده، چې د ايران د بشري حقونو سازمان له دې مخکې خبر ورکړى و، چې د ايران حکومت پلان لري، چې دوه نور افغانان هم د نشه يي توکو په اړونده جرمونو په تور اعدام کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا