اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهګزارش

په ایران کې سېلابونو/ د مړو شویو افغانانو شمېر ۱۴ تنو ته لوړ شو

دید خبرې آژانس: ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د هلیل سیند د سېلاب له امله د ۱۴ افغانانو او یو ایراني په ګډون ۱۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د جیرفټ والي احمد بلند نظر اعلان کړى چې: «د سرې میاشتې  ځواکونو، خلکو او ښاروالۍ د ١٦ ټیمونو په شتون سره، د ۱۵ورک شویو کسانو د لټون عملیات پرون ماښام پیل شول او تر نن ورځې پورې دوام وکړ چې پکې د ټولو ورک شویو کسانو جسدونه ونه موندل شول.»

دغه ایراني چارواکي همداراز ویلي چې په دې پېښه کې مړه شوي افغانان د باغونو کارګران وو.

هغه زياته کړه چې په مړه شويو کې ماشومان هم شامل دي چې سيند ته ننوتي وو.

ایراني چارواکو اعلان کړی، چې دغه سېلابونه په سیمه کې له سختو بارانونو وروسته راوتلي دي.

تر دې مخکې ایراني چارواکو په دغو سېلابونو کې د شپږو افغانانو په ګډون د اوو کسانو د مړينې خبر ورکړی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا