اسلایدشوتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

په ایران کې د ګرمۍ له امله ټول دفترونه رخصت شوی دی

دید خبرې آژانس: د ایران اسلامي جمهوریت د سختې ګرمۍ د دوام له امله صبا یکشنبه (د سرطان ۷) په ټول هیواد کې د رخصتۍ اعلان کړی دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د سختې ګرمۍ له دوام سره سم په ټول هېواد کې ټول دولتي دفترونه او بانکونه صبا یکشنبه (د سرطان ۷مه) تړل شوي دي.

 د رسنیو په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د شنبې ورځې لپاره د ټولو دولتي ادارو کاري ساعتونه د سهار تر لسو بجو پورې ټاکل شوي دي.

 په همدې حال کې د ځینو شمېرو له مخې، سږ کال به د اوړي موسم د تېرو کلونو په پرتله د نړۍ په هېوادونو کې د تودوخې له ۴ تر ۵ درجو ډېر وي.

 د يادونې وړ ده چې د هوا پېژندنې نړيوال سازمان هم وايي چې د اقليمي بدلون له امله د تودوخې سختې پېښې زياتې شوې چې له ۱۹۸۰ لسيزې راهيسې شپږ برابره زياتې شوې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا