اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمنطقیمهم مطالبنړۍ

په ایران کې د افغان کډوالو ماشومانو لپاره د ناروې د کډوالو شورا درسي ټولګي جوړ کړي

دید خبرې آژانس: د ناروې د کډوالو شورا دغه خبر له هغه وروسته خپور کړ، چې د ایران حکومت په دغه هېواد کې په ښوونځیو کې د افغان کډوالو د ماشومانو پر نوملیکنه بندیز ولګاوه.

د ناروې د کډوالو شورا د یکشنبې په ورځ د (تلې لومړۍ) وویل چې په ایران کې له زده‌کړو څخه د پاتې افغان کډوالو ماشومانو لپاره یې د زده‌کړو زمینه برابره کړې.

د کډوالو دغې شورا په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له دغو درسي ټولګیو او کورسونو یې موخه دا ده چې، ډاډ ترلاسه کړي، هغه ټول افغان ماشومان، د هغو ماشومانو په ګډون چې په ښوونځینو کې د شاملېدو توان نه لري له خپلو ایراني همزولو سره یوځای معیاري زده‌کړو ته لاسرسی ولري.

د ناروې د کډوالو شورا ویلي، چې په دغه هېواد کې ۱،۵ میلیونه افغان ماشومان ژوند کوي.

تېره ورځ په ایران کې نوی ښوونیز کال پیل شو او ایرانیانو افغان ماشومانو ته په ښوونځیو کې د نوم لیکلنې اجازه ور نه کړه.

په ایران کې مېشتو افغان کډوالو تېره ورځ افغانستان انټرنشنل ته په یوه رالیږل شوې ویدیو کې ویلي، چې په ایران کې افغان کډوالو ماشومان ته په ښوونځیو کې د نوم لیکنې اجازه نه ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران په دې ورستیو کې په افغان کډوالو فشار راوړی چې له یاده هېواده ووځي.

ایراني چارواکو د دغه هېواد په ډیرو ولایتونو کې د افغانانو پرکار کولو هم سخت بندیز لګولی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا